ایکنانیوز راپور راکوي، ډاکټرعلي اردشير لاريجاني اوس مهال د اسلامی انقلاب د ستر لارښو سلاکار، د نظام د مصلحت پيژندونکي ټولنېغړی، او همداراز د کلتوري انقلاب د عالي شورا غړی هم دی. هغه مخکې د قم د خلکو استازی و، او د ایران د اسلامی شورا په اتم، نهم، او لسمو پړاؤنو کې د اسلامي شورا (پارلمان) مشر پاتې شوی دی.
لاريجاني مخکې هم له ۱۳۸۴ تر ۱۳۸۶ هـ.ش (۲۰۰۵–۲۰۰۷) کلونو ترمنځ د همدې شورا د منشي په توګه دنده تر سره کړې ، او یو کال ئې د آيتالله هاشمي رفسنجاني په لومړۍ پړاؤ کې د فرهنګ او ارشاد اسلامي وزیر هم پاتې شوی و.
له ۱۳۶۸ تر ۱۳۷۱هجری لمرریز کال (۱۹۸۹–۱۹۹۲م) کلونو پورې، ډاکټر لاريجاني د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د ګډو ځواکونو د مشر مرستيال و.
بیا له ۱۳۷۲ تر ۱۳۸۳هجری لمریز کلونو پورې، د رهبرئ په حکم د صدا و سیما (ملي راډیو او ټيلیوژني ادارې ) مشر وټاکل شو
په ۱۳۸۳هـ.ش (۲۰۰۴) کې د رهبر لهخوا د ملي امنيت شورا د استازي په توګه وټاکل شو، او یوه کال وروسته د دغې شورا منشي شو. تر ۱۳۸۶هجری لمریز کال (۲۰۰۷) پورې په دې مقام کې پاتې شو.
په ۸ جوزا ۱۳۹۹هـ.ش (۲۸ می ۲۰۲۰) کې، د رهبرۍ له خوا په یوه بل فران کې ډاکټرلاريجاني د مشاور په توګه وټاکل شو، او همداراز د مصلحت د تشخیص د شورا غړی هم شو.
لاريجاني په ۱۳۸۴هجري لمریز کال کې (۲۰۰۵م) د ولسمشریزو ټاکنو نوماند و، خو شپږم مقام ئې ترلاسه کړ. همداراز، د ۱۴۰۰هـ.ش (۲۰۲۱م) او ۱۴۰۳هـ.ش (۲۰۲۴م) انتخاباتو لپاره هم کاندید و، خو د څارونکي یا نګهبان شورا لخوا ئې صلاحیت ونه منل شو.
لاريجاني د ۱۳۳۶هـ.ش (۱۹۵۷م) زېږېدلی دی، او د تهران پوهنتون څخه د فلسفې په برخه کې دکترا لري. نوموړي په فلسفې او سياسي علومو کې مقالې هم خپرې کړي دي.
له ډاکټذر لاريجاني مخکې دا دنده یعني د ایران د ملی امنیت د لوړې شورا د منشي په توګه، علياکبر احمديان (د مصلحت نظام مجمع غړی) دا دنده په غاړه درلوده.
هغه مخکې د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قوماندان، د ستاد مشر، او مرستیال قوماندان پاتې شوی و. نوموړی د ۱۴۰۲هـ.ش د جوزا له لومړۍ نېټې (۲۲ مې ۲۰۲۳م) راهیسې د ملي امنيت شورا منشي و.
https://iqna.ir/fa/news/4298481